دا ډیر زړورتیا ته اړتیا لري چې دا ومني چې ستاسو چلند بدلون ته اړتیا لري.
دا پاڼه دا تشریح کوي چې موږ څنګه کولی شو ستاسو سره د غوره سړي، ملګري، پلار یا د کورنۍ د غړي د کیدلو په سفر کې مرسته وکړو.
له ځانه وپوښتئ:
- ایا ما کله هم د کورنۍ په کوم غړي چیغې وهلې یا ناري کړي دي؟
- ایا ما کله هم د کورنۍ کوم غړی وهلی،ټیله کړی، یا ایخوا ته کړي – یا مې ګواښ ورته کړی دی؟
- ایا ما کله هم د کورنۍ کوم غړی په بدو یا بی ادبه نومونو یاد کړی دی؟ ایا زه په دوامداره توګه پر دوی نیوکه کوم؟
- ایا ما کله هم د خپل پارتنر مخه نیولې ده چې دوی د خپل ځان لپاره پیسې مصرف کړي؟
- ایا ما کله هم د کورنۍ کوم غړی ویرولی دی؟
- ایا ما کله هم د کورنۍ کوم غړی په مخ کې یا په هغه باندې یو څه غورځولي دي، لکه ګیلاس، څوکۍ یا د تلویزیون ریموټ کنترول؟
- ایا ما کله هم پر خپل پارتنر د جنسي عمل د ترسره کولو لپاره فشار راوړی دی چې دوی یې نه غوښتل؟
- ایا ما کله هم هڅه کړې چې خپل پارتنر د هغه څه کولو څخه منع کړم چې دوی یې کول غوښتل؟ (د مثال په توګه، د ملګرو سره بهر تلل، دنده درلودل، مطالعه کول)
- LGBTIQA+ ایا ما کله هم د خپل پارتنر د افشا کولو ګواښ کړی دی؟
که تاسو د دې پوښتنو څخه یوې ته هم د هو ځواب ورکړئ، زموږ لاندې خدمتونه کولی شي مرسته وکړي.
د نارینه وو د راجع کولو خدمت (Men’s Referral Service) – 1300 766 491
په کال کې 24 ساعته، 365 ورځې شتون لري
د نارینه وو د راجع کولو خدمت کولی شي تاسو ته ستاسو په سیمه کې د چلند بدلون پروګرامونو، د والدینو پروګرامونو، الکهولو او نورو مخدره توکو پروګرامونو، روغتیايي ملاتړ او د استوګنې خدماتو په اړه مشوره او مالومات چمتو کړي.
داخدمت 24 ساعته، په اونۍ کې اوه ورځې، ټول کال شتون لري – نو هرکله چې تاسو ورته اړتیا لرئ مرسته شتون لري.
د نارینه وو د راجع کولو خدمت د چا ملاتړ کوي؟
- هغه نارینه چې ناوړه چلند کړی یا ناوړه چلند کوي چه د دوي په چلند کي بدلون راولي.
- د کورنۍ غړي چې د یو سړي د ناوړه چلند لخوا اغیزمن شوي دي.
- د هغو خلکو ملګري، کورنۍ یا همکاران چې ممکن له تاوتریخوالي څخه کار اخلي، یا د کورني او کورنۍ تاوتریخوالي سره مخ وي، او غواړي پوه شي چې څرنګه د دوی ملاتړ وکړي.
- مسلکي کسان چې غواړي د هغه مراجعینو ملاتړ وکړي چې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي یا ورسره مخ کیږي.
کله چې تاسو د نارینه وو د راجع کولو خدماتو ته زنګ ووهئ:
- تاسو کولی شئ بې نومه پاتي شي
- تاسو ته غوږ نیول کیږي او په درناوي درسره چلند کیږي
- تاسو به د سیمه ایزو خدماتو په اړه مالومات ترلاسه کړئ چې کولی شي ستاسو د چلند د بدلولو لپاره د راتلونکي ګامونو په پورته کولو کې مرسته وکړي.
د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره 1300 766 491 ته زنګ ووهئ. تاسو کولی شئ د وړیا شفاهي او کتبي ژباړې خدمت (TIS National) یا د webchat څخه هم کار واخلئ چي زموږ سره اړیکه ونیسئ.
د لنډې مداخلې خدمت Brief Intervention Service (BIS)
د لنډي مداخلي خدمت د ملی تلیفون مشورې پروګرام دی چې کولی شي مرسته وکړي که تاسو د نارینه وو د چلند بدلون پروګرام ته د لاسرسي په تمه یاست. دا هم مرسته کولی شي که چیرې یو پروګرام ستاسو د ژوندکولو په ساحه کې شتون ونلري، یا که تاسو په انګلیسي نه پوهیږئ.
- د لنډې مداخلې خدمت د لنډ مهاله تلیفون ملاتړ پروګرام دی چې په څو غونډو کې ترسره کیږي. دا پروګرام کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چي:
- خپل چلند درک کړئ
- دا وپلټئ چې تاسو څرنګه کولی شئ د خپل چلند مسؤلیت په غاړه واخلئ
- د خوندي او سالمو اړیکو درلودلو او خوندي کورنیو جوړولو لپاره نوې لارې زده کړئ.
که تاسو د لنډې مداخلې خدمت ته د لاسرسي په لټه کې یاست، نو تاسو به اړتیا ولرئ چې لومړی د نارینه وو د راجع کولو خدمت ته په 1300 766 491 زنګ ووهئ. یو مشاور به ستاسو کیسه واوري او بیا به تاسو سره د لنډې مداخلې خدمت ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.
تاسو کولی شئ د وړیا شفاهي او کتبي ژباړې خدمت (TIS National) یا د webchat څخه هم کار واخلئ چي زموږ سره اړیکه ونیسئ.
ستاسو محرمیت
د نارینه وو د راجع کولو خدمت او د لنډي مداخله خدمت د تاوتریخوالي ته نه ویل (No to Violence) لخوا پر مخ بیول کیږي. تاوتریخوالي ته نه ویل دي ته ژمن دی چې د کیفیت خدمت چمتو کړي او د ټولو هغو خلکو حقوق وساتي چې زموږ خدماتو ته لاسرسی لري او کاروي.
د محرمیت قانون لاندي 1988 (Cth)، تاوتریخوالي ته نه ویل دیته اړتیا لري چي تاسو ته ستاسو د شخصي مالوماتو د کارولو په اړه مالومات چمتو کړئ. ستاسو مالومات به شخصي او محرم وساتل شي پرته لدې چې ستاسو د خوندیتوب یا د نورو د خوندیتوب لپاره اندیښنه وي، یا موږ د دې مالوماتو شریکولو لپاره قانوني اړتیا ولرو.
کله چې تاسو موږ سره اړیکه ونیسئ، نو له تاسو څخه به وپوښتل شي چې ایا تاسو د خپل شخصي مالوماتو کارولو ته اجازه ورکوئ ترڅو موږ ستاسو سره مرسته وکړو. زموږ خدماتو ته د لاسرسي لرونکو خلکو په اړه عمومي مالومات ممکن د څیړنې او راپور ورکولو لپاره وکارول شي – د مثال په توګه، د هر ایالت یا سیمې څخه د زنګ وهلو خلکو شمیره. ستاسو خبري به ثبت شي او ممکن د کیفیت او روزنې موخو لپاره وکارول شي.
ستاسو د حقوقو او مسؤلیتونو په اړه د نورو مالوماتو لپاره او زموږ د محرمیت پالیسۍ لوستلو https://ntv.org.au/about-us/privacy/ ته مراجعه وکړئ. تاسو کولی شئ د نظر ورکولو یا شکایت کولو څرنګوالي په اړه مالومات هم ومومئ.
د شفاهي او کتبي ژباړي خدمت (TIS National) ته د لاسرسي څرنګوالي
د شفاهي او کتبي ژباړي خدمت (TIS National) یو وړیا خدمت دي چي کولي شي ستاسو سره مرسته وکړي که تاسو په انګلیسي ژبه خبري نشي کولي او غواړی د نارینه وو د راجع کولو د خدمت سره اړیکه ونیسي.
د TIS National خدمت د کارولو لپاره:
- په خپل تلیفون کې 131 450 ته زنګ ووهئ
- اپریتر ته هغه ژبه ووایاست چې تاسو ورته اړتیا لرئ
- که تاسو غواړئ، د خپل ژباړونکي غوره جنسیت غوره کړئ (په شتون پورې اړه لري).
آپریټر به تاسو د یو ژباړونکي سره وصل کړي چې ستاسو په ژبه خبرې کوي، ترڅو تاسو سره د نارینه وو د راجع کولو خدمت سره په اړیکه کې مرسته وکړي.
که تاسو فکر کوئ چې ستاسو خبرې اترې به د 30 دقیقو څخه ډیر وخت ونیسي، مهرباني وکړئ ژباړونکي ته خبر ورکړئ ترڅو دوی ستاسو لپاره اوږد ملاقات بک کړي.
Webchat
تاسو کولي شي زموږ د نارینه وو د راجع کولو خدمت ویب چت ته د انلاین فورمي په ډکولو سره لاسرسي ولري که تاسو غوره کوي چي د یو مشاور سره خبري وکوي.
کله چې تاسو په لینک کلیک وکړئ، د ویب چت فورمه به په اتوماتيک ډول په ویب پاڼه کې خلاصه شي. یوازې خپل توضیحات دننه کړئ او د خدماتو څخه د ځواب انتظار وکړئ.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې زموږ ویب چټ یوازې په انګلیسي ژبه کي شتون لري. که تاسو په انګلیسي ژبه د لوستلو او لیکلو توان لرئ، نو تاسو ممکن دا یو مناسب انتخاب ومومئ.
دا ژباړل شوی ویب پاڼه او دلته لست شوي خدمات د آسټرالیا د حکومت د ټولنیزو خدماتو څانګې لخوا تمویل کیږي.